کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي سیالۍ وشوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو هاپکیدو سبک سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو وزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې د امام صاحب ورزشکارانو لومړی، کندز مرکز لوبډلې دویم او چهاردرې ولسوالۍ بیا درېیم مقام خپل کړ.
