په انساني ټولنه کې د بدني روزنې مفهوم او اهمیت
ژباړه: نويد صهیب
دوشنبه، مرغومی ۲۰مه ،١٤٠٠
د انسان له خلقت سره جوخت د هغه بدني عقلي او ذهني روغتیا له بدني روغتیا سره تړلې ده. ویل کیږي سالم عقل په سالم بدن کې وي، انساني عقل ته اړینه ده چې ویښ، ځیرک، تازه او بیداره اوسي تر څو د خپل چاپيریال او ژوند په اړوند مناسبه لاره غوره کړي. له همدې ځایه ده چې په داسې جسمي تمرین او تدریب سره چې په پایله کې یې عقل ویښ او ځیرک پاتې کیږي، باید د انسان بدني روزنې او پالنې ته پوره پام وشي.
د بدني روزنې تعریف: له هغې بشپړې تګلارې څخه عبارت دی چې د انسان د جسمي، عقلي، ټولنیز او روحي وړتیا او ځواک لوړولو ټول مراحل په بر کې نیسي. د بدني روزنې مفهوم یوازې له لوبو یا سپورتي تمرینونو څخه ډیر فراخ دی، بلکې دا په خپل ځان کې تر دې ژوره مانا رانغاړي. لکه سپورتي لوبې او برنامې پرته له داسې کسانو چې هغه یې متخصص او ماهر وي، په جوړښت، موخو او فطرت یې پوه او ورسره بلد وي نه ترسره کيږي.
په مکاتبو کې بدني روزنې ته د نه پاملرنې علتونه: ډیر کله په ټولنیز او فردي ډول انسان خپلې بدني روزنې ته شا کوي او په دوامداره توګه یې له خپلو ژوندنیو چارو څخه باسي. مکاتب یو له هغه ځایونو څخه دي چې د بدني روزنې اهتمام یې په زده کوونکو لازم کړل شوی؛ خو په وړ او مناسب ډول ورته پاملرنه نه کیږي. پرېمانه درسي ساعتونه د بدنې روزنې او سپورت په نوم اشغال شوي؛ خو بیا هم هېڅ د پام وړ اغېزمنې پایلې نلري.
په مکاتبو او دولتي ادارو کې د ورزشي برخې دا ستونزې ښايي ډیر علتونه ولري چې له هغې جملې:
ـ د بدنې روزنې او سپورت لپاره دمناسبې سپورتي ساحې نه شتون.
ـ د بدني روزنې اړوند چارو او مسايلو د اخیستلو لپاره د امکاناتو کمبود او سستوالی.
ـ د بدنې روزنې او ورزش لپاره د وړ، مسلکي او با تجربه ښوونکو او روزونکو نه شتون.
ـ په نورو درسي مضامینو ډیر ټینګار، د هغې ډیرښت او د زده کوونکو لخوا د بدني روزنې او سپورت مضمون بې ځایه او اضافي ګڼل.
له دې هر څه سره سره بدني روزنه د په ځانګړي ډول د انسان په ژوند او ټولنه کې ډير لوی ځای او اهمیت لري.
د بدني روزنې موخې : د بدني روزنې موخې هغه موخې دي چې د انسان د اړتیا وړ ټول اړخوننه (بدني، عقلي او ټولنیز) په بر کې نیسي چې له هغې جملې یې ځینې موخې په لاندې توګه بیانوو :
ـ د بدن عامې روغتیا او د عمومي بدني تمرین له لارې بدن ته پاملرنه، ځکه چې دا د ډیرو ناروغیو په ځانګړې توګه د زړه ناروغۍ، د وینې فشار او نورو ناروغیو څخه د مخنیوي لپاره ګټور دی.
ـ د بدن د حرکتي او کاري وړتیا د سطحې لوړول او د بلابېلو ورزشي فعالیتونو زده کړه او عملي کول.
ـ د ځانګړو ورزشي مهارتونو ترلاسه کول او هغې ته د ارزښت ورکولو زمینه برابرول.
ـ د غوره او ښایسته ورزشي چلند لپاره پاملرنه او د هغې رواج کول، ځکه اخلاقي اړخ ته پاملرنه او د هغې جوړول د انسان له شخصیت سره تړاو لري.
ـ د اوزګارو وختونو د ښه او ګټور تېرولو لپاره ورزشي فنونو ته هڅونه.
ـ د ورزش کولو د فرهنګ د غوړېدا، پرمختګ او ښه والي لپاره هڅې کول او د ورزشي معلوماتو راټولول، په مختلفو کتګوریو کې د مسابقاتو او سیالیو په لاره اچول.
ـ د خلکو تر منځ د ذهني توازن لاسته راوړل: د تمرینونو د یوې داسې ټولګې له لارې چې موخه یې د ذهني ثبات او داخلي اروایي ثبات او روغ حالت ته رسیدل دي.
د بدني روزنې اهمیت زموږ په ژوند کې له بدني او ورزشي اړخه ډير لوی او ژور دی. په ځانګړې ډول له اروایي او ټولنیزې روغتیا سره د تړاو په وجه یې په ټولنه او انسانانو یې اغېز بیخي ډير او په ځانګړنې ډول د شاګردانو په اروایيي او عقلي پرمختګ کې یې برخه والی د پاملرنې وړ دی. همدغه وجه ده چې بدني روزنه مو له ورځني ژوند سره نه شلېدونکې اړیکې لري.