لغمان کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پای ته ورسېد
د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز سراج بڼ لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ د ښاروالۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.
د يادو سياليو په پايلوبه کې ښاروالۍ لوبډلې خپلې سيالې حاجي پردېس لوبډلې ته د ۳-۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سیالۍ د سالمې تفريح برابرولو او ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه وشوې او څلور يې دوام وکړ.
