پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې له څلورو کلبونو د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ په انفرادي ډول ترسره شوې، چې په پای کې ۱۷ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او لومړي مقامونه یې ترلاسه کړل.
