پکتیکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې بخېل مـــ...ـجاهدینو لوبډلې د دوه پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې خوشامند مـــ...ـجاهدینو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه پیل شوي دي، چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.
