مولوي امیر خان مت.قي د غیږنیونې بین المللي جشنوارې ګډون کوونکو هیوادونو استازو ته: موږ غواړو د ورزش له لارې له نړۍ سره خپلې اړیکې نورې هم پراخې کړو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۲
مولوي امیر خان مت.قي د غیږنیونې بین المللي جشنوارې ګډون کوونکو هیوادونو استازو ته: موږ غواړو د ورزش له لارې له نړۍ سره خپلې اړیکې نورې هم پراخې کړو

د افغانستان ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیـرخان متـ..ــقي کابل کې د دودیزې غیږنیونې جشنوارې کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازي خپل کاري دفتر ته وربللي وو او له دوی سره په خبرو کې یې وویل، چې ورزش نه یوازې د خلکو ترمنځ مینه او دوستي پیاوړې کوي، بلکې د هېوادونو ترمنځ اړیکې هم ښې کوي.

په دې لیدنه کې ښاغلي متـ..ـقي وویل چې د افغانستان او سیمې هېوادونو اړیکې یوازې اوسنۍ نه؛ بلکې تاریخي ریښې لري او ګډ کلتوري ارزښتونه یې نښلوي او زیاته یې کړه: ورزش خلکو ته مینه، محبت او دوستي وړاندې کوي او موږ غواړو له همدې لارې له نړۍ سره خپلې اړیکې نورې هم پراخې کړو.

هغه څرګنده کړه، چې په افغانستان کې کرکټ، فوټبال، فوټسال او وزلوبه ډېر محبوب ورزشونه دي او د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د ورزش په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

نوموړي دا هم وویل، چې څلور لسیزو جګړو افغانان د ورزش په ګډون له ډېرو فرصتونو محروم کړي وو، خو نن په بېلابېلو برخو کې د پرمختګ شاهدان یو او لا هم کار ورته روان دی.

ښاغلي مــ..ــتقي همداراز وویل چې ورزش او ګډې اړیکې زموږ ګډ ارزښتونه دي. ستاسو راتګ موږ ته خوشحالي راکړې او دا ډول ټورنمنتونو ته باید په ګډ ادامه ورکړو.

مولوي امیرخان مت*قي همداراز د بهرنیو هیوادونو د استازو په حضور کې دا هم وویل چې د بهرنیو چاور د ویزو او اسانتیاوو د برابرولو برخه کې ستاسو هر ډول همکارۍ ته چمتو ده او د بهرنیو هیوادونو له استازو یې وغوښتل چې د افغان ورزشکارانو په ظرفیت لوړونه کې همکاري وکړي.

د بهرنیو چارو وزیر له ګډون کوونکو وغوښتل چې خپلو هېوادونو ته دا پیغام ورسوي، چې افغانستان امن هیواد دی، د امن ملاتړ کوي او له نړۍ سره ښې اړیکې غواړي، په ځانګړي ډول د ورزش په ډګر کې.

دغه راز د ترکمنستان استازي میرزا قربانوف د افغانانو د غېږو او په ځانګړي ډول د رستمي غیږنیونې ستاینه وکړه او زیاته یې کړه: اول ځل دی چی افغانستان داسې لوبې برابروی او ډېر ښه مدیریت یې وکړ.

د ترکیې استازي بنیامین اِرک هم وویل: افغانستان به ورو ورو د لوړې کچې نړیوالو سیالیو کوربه شي او موږ چمتو یو چې په دې برخه کې ورسره ګډه همکاري وکړو.

همدارنګه د تاجکستان استازي عبدالله خورشید هم د ګډ کار پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ظرفیت لوړولو په برخه کې به ګډ کار کوو او دا ډول سیالۍ باید هر کال ترسره شي.

د یادونې وړ ده، چې د اوو هیوادونو ترمنځ د دودیزې غیږنیونې بین المللي جشنواره د افغانستان په کوربتوب په پلازمېنه کابل کې د روانې غوايي میاشتې په درېیمه نېټه پیل او په پنځمه پای ته ورسېدې، چې له ازبکستان، قرغيزستان، ترکمنستان، تاجکستان، ايران او ترکيې څخه ورزشکارانو ګډون کړی و.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۲۰:۳۰
Background image

دعوت نامه مطبوعاتی!

دعوت نامه مطبوعاتی!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۲۰:۲۸
Background image

مسابقات لیگ برتر فوتبال ساحلی کابل میان هفت تیم آغاز شد

مسابقات لیگ برتر فوتبال ساحلی شهر کابل با اشتراک هفت تیم، از سوی کمیته فوتبال ساحلی فدراسیون ملی فوتبال، با همکاری ریاست عمومی المپیک، تربیت بدنی و ورزش کشور، راه‌اندازی گردید. این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۷:۳۵
Background image

کابل؛ نمایش‌های گوناگون ورزشی در ليسه عالی حبيبه برگزار شد

نمایش‌های گوناگون ورزشی به مناسبت استقلال هشت ثور از اتحاد جماهير شوروی با اشتراک ۸۰ ورزشکار در رشته های مختلف ورزشی از سوی ریاست توسعه‌ ورزش ها در مدارس‌، مکاتب و پوهنتون ها در همکاری. . .

BACK TO NEWS