د کورنیو چارو وزیر خلیف.ه س.راج‌الدین ح.ق.ان.ي د دودیزې غېږنیونې جشنوارې د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره وکتل

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۲۲:۲۸
د کورنیو چارو وزیر خلیف.ه س.راج‌الدین ح.ق.ان.ي د دودیزې غېږنیونې جشنوارې د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره وکتل

د کورنیو چارو وزیر، محترم الحاج خلیف.ه سراج‌الدین ح.ق.ان.ي، نن په کابل کې د دودیزې غېږنیونې د بین المللي جشنوارې له ګډون کوونکو هېوادونو د استازو او ورزشکارانو سره وکتل.

محترم خلیفه صاحب وویل: د بېلابېلو هېوادونو د ورزشکارانو راتګ او دلته یې د تود هرکلي او مېلمه‌پالنې تجربه دا ښيي، چې هېواد ورځ تر بلې د خوښۍ او پرمختګ پر لور روان دی او د افغانستان د سولې او ثبات پیغام په پراخه کچه خپرېږي.

خلیفه صاحب د ګډون کوونکو هېوادونو له ورزشکارانو څخه مننه وکړه او ویې ویل چې ورزشکاران د خپلو هېوادونو غیررسمي ورزشي سفیران دي، نو باید د افغانستان د سولې، ورورولۍ او مثبت تصویر پیغام له ځان سره خپلو هېوادونو ته یوسي.

نوموړي همدارنګه د المپیک ادارې له مشرتابه او د افغانستان د ورزشکارانو له استازو سره د هر راز همکارۍ او ملاتړ ډاډ څرګند کړ او د بهرنیو ورزشکارانو د مېلمه‌پالنې او د سیالیو د ښه تنظیم له امله یې ستاینه وکړه.

یادونې وړ ده، چې د اوو هیوادونو ترمنځ د دودیزې غیږنیونې بین المللي جشنواره د افغانستان په کوربتوب د تېرې پنجشنبې په ورځ په بلازمېنه کابل کې پیل شوه، چې له ازبکستان، قرغيزستان، ترکمنستان، تاجکستان، ايران او ترکيې هيوادونو څخه پکې ۶۰ بهرنیو او ۱۰۰ داخلي ورزشکارانو ګډون کړی و.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵
Background image

زابل؛ رقابت‌های رزمی میان ۲۶ ورزشکار در شهر قلات برگزار شد

رقابت‌های سبک توان ورزش‌های رزمی میان ۲۶ ورزشکار دو کلب، از سوی آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت زابل، در شهر قلات مرکز این ولایت برگزار شد.

در پایان این رقابت‌ها ورزشکاران کلب استاد احمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

رقابت‌های کورش میان ۷۴ پهلوان در ولسوالی کلدار برگزار شد

رقابت‌های کورش محلی میان ۷۴ پهلوان از سوی ریاست تربیت بدنی و ورزش ولایت بلخ، در ولسوالی کلدار این ولایت برگزار شد.

در پایان این رقابت‌ها ۱۱ جوره مساوی شد و ۲۶ پهلوان دیگر با شکست‌دادن. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۲
Background image

پکتیکا؛ رقابت‌های فوتبال میان ۳۰ تیم در شهر شرن آغاز شد

رقابت‌های فوتبال میان میان ۳۰ تیم از سوی آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت پکتیکا، در شهر شرن مرکز این ولایت آغاز شد و ۱۶ روز ادامه خواهد داشت.

در بازی نخست این رقابت‌ها تیم مش‌خیل تیم. . .

BACK TO NEWS