د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې لپاره بهرني ورزشکاران او رهبري غړي کابل ته را ورسېدل
د یادو ورزشکارانو د ښه راغلاست په مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس او د ورزش ادارې رهبري غړو ګډون کړی و.
ښاغلي وثیق راغلیو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له دوی مننه وکړه، چې افغانستان ته راغلل. نوموړي همداراز ډاډ ورکړ چې د دوی ښه مېلمه پالنه به کېږي او د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنواره به په ښه او منظم شکل ترسره شي.
ټاکل شوې، چې د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنواره به د افغانستان، ازبیکستان، قرغیزستان، تاجیکستان، ترکمنستان، ایران او ترکیې لوبغاړو په ګډون سبا (پنجشنبه، د غوایي درېیمه) په پلازمېنه کابل کې پیل او درې ورځې به دوام وکړي.
