زابل؛ ارغنداب ولسوالۍ د واليبال اختريزې سيالۍ پای ته ورسېدې
د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارغنداب ولسوالۍ د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال اختريزې سيالۍ د کلاگي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې کلاگي لوبډلې خپلې سيالې سردرې لوبډلې ته د ۳ پر ۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
د ويلو ده، چې دغو شاوخوا يوه اوونۍ دوام وکړ او په پای کې غوره لوبډلو ته بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
