کابل؛ د فوټبال پنځلسو روزونکو ته د فوټبال لایسنس D درجې روزنیز کورس پای ته ورسېد
د هېواد د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په همکارۍ د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د د هېواد د بېلابېلو ولايتونو څخه ۱۵ روزونکو ته د فوټبال لایسنس D درجې روزنیز کورس، چې نږدې يوه اوونۍ يې دوام وکړ پای ته ورسېد.
په دغه روزنيز کورس کې د کورنیو استادانو رسول احمدي او اميد عظيمي له لوري ګډون کوونکو روزونکو ته د فوټبال لومړني او اساسي موضوعات په نظري او عملي ډول تدريس شول.
د ياد روزنيز کورس موخه د فوټبال بنسټيزو اصولو او مفاهیمو سره د روزونکو بلدتيا او د روزونکو تخنيکي لوړتیا لوړول و.
د دې کورس په پای کې د فوټبال ملي فدراسیون له لوري ګډون کوونکو روزونکو ته د فوټبال لایسنس D درجې کورس کې د گډون سندونه هم ورکړل شول.
