اتلتیکو بلبائو او رئال سوسیداد د اسپانیا حذفي جام کې نیمه پایلوبې ته ووتې
د اسپانیا حذفي جام فوټبال سیالیو اتو غوره لوبډلو پړاو کې اتلتیکو بلبائو لوبډلې والنسیا ته د ۲ - ۱ او رئال سوسیداد لوبډلې دیورتیو الاوس ته د ۳ - ۲ ګولونو په توپیر ماته ورکړه او دواړه لوبډلې نیمه پایلوبې ته ووتې.
د دغه پړاو لومړۍ لوبه بارسلونا د الباسته په ماتولو نیمه پایلوبې ته ووته او په وروستۍ لوبه کې به رئال بتیس نن شپه (د سلواغې ۱۷مه) د اتلتیکو مادرید پر ووړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
د اتو غوره لوبډلو پړاو سیالۍ د د روانې میلادي میاشتې پر ۳یمه پیل شوي او تر ۵مې به دوام وکړي
