هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د ناوې ولسوالۍ او کوچیانو ترمنځ ترسره شوې، چې په پایله کې ناوې ولسوالۍ د ۱۷ پر ۱۳ نمرو په توپیر کوچیانو ته ماتې ورکړه او د سیالیو بریا یې خپله کړه.
