ننګرهار کې ۴۶۵ تنو ورزشکارانو ته د فکري رغونې سمینار پیل شو
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د ننګرهار ولایت د بېلابېلو فدراسیونونو ۴۶۵ ورزشکارانو ته د فکري روزنې دوه ورځینی اصلاحي سمینار پیل شو.
دا سمینار د ورزش ادارې د دعوت او ارشاد رئیس مولوي داد محمد بریال عطایي له لوري ترسره کېږي چې پکې به ورزشکارانو ته په اسلام کې د ورزش د اهمیت، د ورزشکارانو په فکري روزنې او د ورزش د شرعي اصولو اړوند درسونه ورکړل شي.
