بارسلونا د اسپانیا فوټبال سوپر کپ سیالیو پایلوبه وګټله

org_admin
بارسلونا د اسپانیا فوټبال سوپر کپ سیالیو پایلوبه وګټله

بارسلونا د اسپانیا سوپر کپ سیالیو پایلوبه کې ریال مادرید ته د ٣ - ٢ ګولونو په توپیر ماته ورکړه او په شپاړسم ځل یې د دغو سیالیو پایلوبه وګټله.

د ویلو ده، چې یادې سیالۍ هر کال د اسپانیا فوټبال غوره لیګ او کوپا دل ري فوټبال غوره لیګ څخه د څلور غوره لوبډلو تر منځ تر سره کېږي.

د اسپانیا فوټبال سوپر کپ سږ کال د سعودي عربستان په کوربه‌توب په جده ښار کې د روانې میلادي میاشتې پر اوومه پیل شوي او تر ۱۱مې به دوام وکړي.