ننگرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د چهاردهي ټېپ بال کرېکټ ټورنمنټ پيل شو

org2_admin
جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۱ - ۲۰:۳۹
ننگرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د چهاردهي ټېپ بال کرېکټ ټورنمنټ پيل شو

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ او د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د چهاردهي ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو پيليزه لوبه د چهاردهي ځوانانو او تکيې لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه تکيې لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې يې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۹۶ منډو هدف کېښود، په ځواب کې تيکې لوبډلې ياد هدف په ۶م اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د ۶ ويکټو په توپير وگټله.

دا سيالۍ د ځوانانو د سالم مصروفیت په موخه ترسره کېږي، چې شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۹:۴
Background image

کندز؛ رقابتهای رزمی میان ۹۴ ورزشکار در ولسوالی امام صاحب برگزار شد

ریاست تربیت بدنی و ورزش کندز رقابتهای ورزشهای رزمی را میان ۹۴ ورزشکار از هفت ولایت کشور، در ولسوالی امام صاحب در سبک هاپکیدو برگزار نمود.

این مسابقات در کتگوری سنی نوجوانان ، جوانان و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۹:۲
Background image

مسابقات فوتسال میان هشت تیم در ولسوالی ورس ولایت بامیان به پایان رسید

رقابت‌های فوتسال از طرف نمایندگی فدراسیون فوتبال ولایت بامیان با همکاری آمریت تربیت بدنی و ورزش این ولایت میان ۸ تیم که از یک هفته به اینسو در ولسوالی شهرستان این ولایت ادامه داشت،. . .

BACK TO NEWS