پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکت سیالۍ د ډینجر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې ډینجر لوبډلې له ۱۲۵ منډو هدف څخه دفاع وکړه او خپلې سیالې تسل لوبډلې ته یې د ۵۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ.
