کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په تورپي ځنگله سيمه کې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ د محيب الله عارفي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبه کې محيب الله عارفي لوبډلې خپلې سيالې رئيس ولي لوبډلې ته د ۳۱ پر ۲۸ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
د يادو سياليو موخه واليبال لوبې ته د ځوانانو هڅول او د دې ولسوالۍ وگړو لپاره د سالمې تفريح برابرول وو، چې يوه شپه يې دوام وکړ.
