کابل؛ د افغانستان د فوټبال اتلانو ليګ پينځم پړاو د لسو لوبډلو په ګډون پيل شو

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۹:۳۷
کابل؛ د افغانستان د فوټبال اتلانو ليګ پينځم پړاو د لسو لوبډلو په ګډون پيل شو

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د افغانستان د فوټبال اتلانو ليګ پينځم پړاو سيالۍ د ۱۰ لوبډلو په ګډون نن رسماً د افغانستان فوټبال ملي فدراسيون په مرکزي لوبغالي کې پيل شوې.

د دې سياليو د پيل په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثيق، د دې ادارې او فوټبال ملي فدراسیون فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د فوټبال ملي فدراسیون رئیس محمد يوسف کارګر، د ا.ا.ا مرستيال وياند حمدالله فطرت، د اريانا نيوز خصوصي تلويزيون رئيس مجيب الرحمن بهير، د هېواد ورزش ادارې پخواني رئيس انجنير نظر محمد مطمئن، د دې ادارې بېلابېلو رئيسانو، ورزشي مسوولينو، ا.ا د بېلابېلو ادارو مسؤلینو، د رسنیو استازو او د فوټبال مينوالو ګډون کړی وو.

د دې سياليو د پيل په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس ښاغلي مولوي احمدالله وثیق د دې ليګ په پيل کېدو د خوښۍ ترڅنګ په نړيوالو سياليو کې د افغان ورزشکارانو د ورستيو لاسته راوړونو يادونه وکړه او دغه لاسته راوړنې يې د هېواد ورزش ادارې او ټولو فدراسيونونو د نه ستړې کېدونکو هڅو او کوښښونو پايله وبلله.

دغه راز نوموړي وعده وکړه، چې په ټولو برخو کې به کوښښ کوي او هغه اتلولۍ، چې يې ترلاسه کړي دي د باقي ساتلو لپاره به يې زيار باسي.

همدارنګه د اريانا نيوز رئيس مجيب الرحمن بهير د هېواد ورزش ادارې ټولو مسوولينو ته ډاډ ورکړ، چې د افغانستان اتلانو ليګ پينځم پړاو به په ښه پوښښ، په ښو امکاناتو او په فوق العاده تصوير سره د هېواد ۳۴ ولايتونو د اوسېدونکو تر کورونو پورې رسوي.

دغه راز د فوټبال ملي فدراسیون رئیس محمد يوسف کارګر وويل، د افغانستان اتلانو ليګ پينځم پړاو، د لوبډلو په ترکيب کې د بهرنيو لوبغاړو شتون به د دې ليګ کيفيت نور هم لوړ کړي.

په دغو سياليو کې لسو لوبډلو ( استقلال، ابومسلم، جوانان پيروزي، اتفاق خانزاده کلب، ارمان ايف سي، سرسبز ياشلر، سرخ پوشان خوافي، صرافان هرات، عینو مېنه او خراسان فارياب ) ګډون کړی، چې لومړۍ لوبه کې يې ابومسلم لوبډلې خپلې سيالې استقلال لوبډلې ته ۵ - ۰ ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.

د ويلو ده، چې دغه سيالۍ نن د روان کال د ليندۍ مياشتې پر لومړۍ نېټه پيل او د همدې مياشتې تر ۲۶مې نيټې به دوام وکړي.

تازه ترین اخبار

جمعه ۱۴۰۵/۱/۲۸ - ۱۰:۵۵
Background image

لوگر؛ رقابت‌های ورزش های رزمی با اشتراک ۳۰۰ ورزشکار در پل‌علم برگزار شد

رقابت‌های رزمی در سبک سلف دانست با اشتراک ۳۰۰ ورزشکار از سوی نمایندگی فدراسیون ملی ورزش های رزمی در همکاری با آمریت تربيت بدنی و ورزش ولايت لوگر، در مرکز شهر پل‌علم برگزار شد.

در اين. . .

جمعه ۱۴۰۵/۱/۲۸ - ۱۰:۴۳
Background image

زابل؛ رقابت‌های دوش در ولسوالی شاجوی برگزار شد

رقابت‌های یک روزه دوش میان ۱۵ ورزشکار از سوی نمایندگی فدراسیون اتلتیک در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت زابل، در ولسوالی شاجوی این ولایت برگزار شد.

این رقابت‌ها در فاصله ۱۸. . .

جمعه ۱۴۰۵/۱/۲۸ - ۱۰:۳۹
Background image

بلخ؛ رقابت‌های کورش میان ۸۰ پهلوان در چهاربولک برگزار شد

رقابت‌های کورش محلی میان ۸۰ پهلوان از سوی ریاست تربیت بدنی و ورزش ولایت بلخ، در چهاربولک این ولایت برگزار شد.

در پایان این رقابت‌ها ۱۰ جوری مساوی شد و ۳۰ پهلوان دیگر با شکست‌دادن. . .

BACK TO NEWS