کابل؛ عزيزي ګروپ د هېواد له ۱۷ کلونو کم عمره فوټسال ملي لوبډله وستايله

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۲۳:۲۹
کابل؛ عزيزي ګروپ د هېواد له ۱۷ کلونو کم عمره فوټسال ملي لوبډله وستايله

د عزيزي سوداګريز ګروپ د بحرين په کوربتوب د اسيايي سياليو درېيم پړاو سياليو کې د فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډلې اتلان وستايل او د دوی دغه ستره لاسته راوړنه يې د يوې ځانګړې ستاينغونډې په جوړولو سره ونمانځله.

په دغه ستاينغونډه کې د هېواد ورزش ادارې، مالي او اداري رئيس مولوي عبدالناصر هاشمي، د دې ادارې بېلابېلو رئيسانو او مشاورينو، په افغانستان کې د عزيزي ګروپ شرکتونو د دفتر رئيس عزت الله نيازمند، د هېواد فوټبال فدراسيون زئيس محمد يوسف کارګر، ورزشي مسوولينو ګډون کړی و.

د دې غونډې پر مهال د هېواد ورزش ادارې مالي او اداري رئيس مولوي عبدالناصر هاشمي وويل، دا چې موږ نن د اسيا په کچه اتلولي ترلاسه کړې، که موږ د الله تعالی د دې بريا شکر ادا کړو؛ نو موږ ته به الله جل جلاله د نړۍ په سطحه اتلولي نصيب کړي.

دغه راز يې د عزيزي ګروپ له رهبرۍ مننه وکړه، چې تل يې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د خپلو هېوادوالو ملاتړ کړی دی او اوس يې د فوټسال لوبډله وستایله.

همدارنګه د عزيزي ګروپ په استازولۍ محمد خان دانشجو د فوټسال ملي لوبډلې د دغه سترې لاسته راوړنې مبارکي ټولو هېوادوالو ته وويله او زياته يې کړه، چې افغان لوبډلې وکولی شول په ډېرو کمو امکاناتو سره دغه ستره او بې نظيره بريا ترلاسه کړي.

دغه راز د هېواد ورزش ادارې وياند او د دې ادارې د نشراتو رئيس اتل مشواڼي، د خپلو خبرو په پيل کې د هېواد په شمال کې د ورستۍ زلزلې له امله زيانمنو هېوادوالو سره د ورزش ادارې د غمشريکۍ پيغام شريک کړ او ترڅنګ يې د عزيزي ګروپ له ملاتړ او تشويق مننه وکړه او زياته يې کړه، چې د هېواد ورزش اداره د دوه اصولو له مخې خپل فعاليتونه مخته وړي، چې اسلام او افغاني دود او دستور دی او دې دوو اصولو ته تل ژمنه ده.

دغه راز نوموړي زياته کړه، چې د هېواد د هرې برخي لوبډله د استعداد پر اساس ټاکل کېږي، چې هيڅ ډول ژبنی او نژادي توپير پکې ځای نه لري.

د دې ستاينغونډې په پای کې د عزيزي ګروپ له لوري د دې ګروپ د مشر ميرويس عزيزي هغه يو ميلیون افغانۍ هم ورکړل شوې، چې د دې لوبډلې د تشويق او هڅوونې په موخه يې ورته د جایزې په ډول اعلان کړې وې.

تازه ترین اخبار

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۲:۴
Background image

دیدار رهبری اداره ورزش کشور با نمایندگان فدراسیون جودوی روسیه

مولوی احمد الله وثیق رئیس اداره ورزش، حافظ احمد جان زدران معاون فنی و مسلکی این اداره، ذبیح الله نظری رئیس فدراسیون جودو کشور با نمایندگان فدراسیون جودوی روسیه دیدار کرد. در این نشست،. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۱:۵۹
Background image

کندز؛ برگزاری رقابت‌های کشتی محلی با اشتراک ۶۴ تن در ولسوالی امام صاحب

رقابت‌های کشتی محلی با اشتراک ۶۴ تن از سوی نمایندگی فدراسیون این رشته در همکاری با ریاست تربیت بدنی و ورزش ولایت کندز، در ولسوالی امام صاحب برگزار شد.

در این رقابت‌ها ۳۲ تن با شکست. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۱:۵۷
Background image

غور؛ پایان رقابت‌های لیگ دسته یک فوتسال با اشتراک هفت تیم در فیروزکوه

رقابت‌های لیگ دسته یک فوتسال با اشتراک هفت تیم از سوی نمایندگی فدراسیون این رشته در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت غور، در مرکز شهر فیروزکوه به پایان رسید.

در فینال این رقابت. . .

BACK TO NEWS