د فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډله د اسيايي سياليو له اتلولۍ ګټلو وروسته هېواد ته راستنه شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۳:۵۹
د فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډله د اسيايي سياليو له اتلولۍ ګټلو وروسته هېواد ته راستنه شوه

د فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډله د اسيايي سياليو له اتلولۍ ګټلو وروسته هېواد ته راستنه شوه

د فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره افغان ملي لوبډله د بحرين په کوربتوب د نويو ځوانانو درېيم پړاو اسيايي سياليو کې له اتلولۍ ګټلو وروسته نن هېواد ته راستنه شوه، چې د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ او هېوادوالو له لوري يې تود هرکلی وشو.

د دې لوبډلې د ښه راغلاست په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست رئيس مولوي احمدالله وثيق، د دې ادارې او فوټبال ملي فدراسیون فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس نصیب ځدراڼ، ، د فوټبال ملي فدراسیون رئیس محمد يوسف کارګر، د المپیکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري، ورزشي مشاور قاري حيات الله رحماني د کورنيو چارو وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع، د ورزش ادارې د دفتر رئيس فضل الرحمان بري، د فوټسال کمېټې فني مرستيال فريد احمد يوسفزي، د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست رئيس مولوي عتیق الله خالد، ورزش ادارې د نشراتو رئيس اتل مشواڼي، ورزشي مسوولينو، ورزشکارانو او ګڼ شمير هېوادوالو ګډون کړی وو.

د دې لوبډلې د ښه راغلاست په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس ښاغلي مولوي احمدالله وثيق د دغه سترې بريا د مبارکۍ ترڅنګ له ټولو هغو مسوولينو مننه وکړه، چې له دې لوبډلې سره يې زحمت ایستلی و او دوی وکولی شول دغه ستر وياړ او اتلولي هېواد ته راوړي.

دغه راز نوموړي زياته کړه، چې د دې لوبغاړو او هغه لوبغاړو لپاره، چې د بحرين سياليو کې يې مډالونه ګټلي، يوه ځانګړې ستاينغونډه جوړه کړي او دغه لوبغاړي به پکې معنوي او مادي تقدير کړي.

همدارنګه د کورنيو چارو وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع د دې بريا د مبارکۍ ترڅنګ د هېواد ورزشي ادارې له غوره رهبرۍ مننه وکړه او يادې لوبډلې ته يې د لابرياو هیله وکړه.

دغه راز د افغانستان فوټبال ملي فدراسیون رئیس محمد يوسف کارګر وويل، افغان لوبډلې په دې سياليو کې د اسیا اتلانو او غټو لوبډلو ته ماتې ورکړه او دا يې د وياړ ځای وباله.

افغان لوبډلې د دغو سیالیو په ګروپي پړاو کې پرلپسې ازبکستان، بحرین، چین ته ماتې ورکړه. دغه راز په نيمه پايلوبه کې ټایلنډ او په پايلوبه کې د ایران پیاوړې لوبډلې ته د ۲ - ۱ ګولونو په توپير ماته ورکړه او په لومړي ځل يې د دې سياليو اتلولي وګټله.

د نويوځوانانو درېيم پړاو فوټسال اسیایي سیالۍ د بحرین په کوربه‌توب د اتو هېوادونو په ګډون په دوه ګروپونو کې د روانې ميلادي مياشتې پر ۲۳مه پیل شوي وې، چې د اکتوبر پر ۳۰مه نېټه د افغان اتلانو په اتلولۍ پای ته ورسېدې

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۴۹
Background image

تیم‌های آریانا خوست و عینو مینه کندهار در ادامه لیگ قهرمانان فوتبال به پیروزی رسیدند

در ادامه رقابت‌های فصل ششم لیگ قهرمانان فوتبال افغانستان روشن، دو دیدار دیگر میان تیم‌های آریانا خوست و استقلال کابل و هم‌چنان عینو مینه کندهار و سرسبز یاشلر فاریاب برگزار شد.

در دیدار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۴۳
Background image

پروان؛ برگزاری رقابت‌های دوش با اشتراک ۵۰ تن در مرکز

رقابت‌های دوش با اشتراک ۵۰ تن از سوی نمایندگی فدراسیون این رشته در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت پروان در مرکز شهر چاریکار برگزار شد.

در این رقابت‌ها ورزشکاران در کتگوری های. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۴۲
Background image

بدخشان؛ تیم آرمان داونگ قهرمان لیگ برتر فوتبال این ولایت شد

رقابت‌های لیگ برتر فوتبال میان هشت تیم، از سوی فدراسیون این رشته در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت بدخشان، در مرکز شهر فیض اباد به قهرمانی تیم آرمان داونگ به پایان رسید.

در. . .

BACK TO NEWS