کابل کې د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې او ګلولې غورځولو ملي ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د اتلتيک ملي فدراسيون له لوري د هېواد له ۱۹ ولايتونو څخه د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې او ګلولې غورځولو ديارلسم پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ، چې دوه ورځې وړاندې پیل شوې وې پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو د پای په مراسمو کې د المپیک بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدران، ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني، ورزشي مسولینو، ورزشکارانو ګډون کړی و.
په دغو سياليو کې چې له ۱۰۰ متره واټن څخه تر ۲۱ کيلو متره واټن پورې ترسره شوې، په پایله کې ۳۰ کسان د هېواد په کچه ملي لوبډلې ته وټاکل شول، همداراز د دغو سیالیو بله برخه چې ګلوله غورځونه وه، ۲۱ ورزشکارانو پکې ګډون کړی و او په پایله کې درې ورزشکاران ملي لوبډلې ته وټاکل شول.
هېره دې نه وي چې د دغو سیالیو په پای کې د ورزشي مسولینو له لوري غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

