ورزش د روغ بدن ضمانت کوي
ورزش د روغ بدن ضمانت کوي
دغه څرګندونې د پکتیکا مرستیال والي نن د دې ولایت بېلا بېلو ورزشي کلبونو څخه د لېدنې پر مهال وکړې.
د پکتیکا مرستیال والي الحاج مولوي محب الله حماس نن په داسي حال کې چې د ورزشي چارو امر ډاکټر عثمان سیرت او د اطلاعاتو او کلتور رئیس محمد امین حذیف یې ملتیا کوله د مرکز ښرنې سمارټ فټ جیم، موی تای کلب او بدني ښکلا له جیم څخه یې لېدنه وکړه.
مرستیال والي الحاج مولوي محب الله حماس له یادو ورزشي کلبونو څخه د لېدنې پر مهال وویل، دوی به د نورو برخو تر څنګ د ورزش برخې پیاوړتیا ته هم کار کوي او په دې برخه

کې ګڼ شمېر مثبت بدلونونه او پرمختګونه رامنځ ته کوي.
حماس زیاته کړه، ورزش د انسان د بدن لپاره خورا ګټور ځکه دی چې له یو پلوه د انسان د روغ بدن ضمانت کوي او له بل پلوه انسان له نورو ناوړه کړنو او نشه یي توکو لري ساتي.
نوموړي دغه راز ډاډ څرګند کړ چې ولایتي اداره به د ورزش برخې ته زیات کار کوي او وخت په وخت به ورسره د خپل توان مطابق هر اړخېزې مرستې کوي.
د یادو کلبونو مسؤلینو په خپلو خبرو کې د ولایتي ادارې له چارواکو مننه وکړه چې د لومړي ځل لپاره یې د دوی ستونزې او غوښتنې له نېږدې واورېدې.