کابل؛ د ۸۰ بايسکل ځغلونکو ترمنځ د ګلبهار انوسټمنټ د افغانستان بايسکل ځغلونې سياليو د پای مراسم ترسره شول

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۹:۴۲
کابل؛ د ۸۰ بايسکل ځغلونکو ترمنځ د ګلبهار انوسټمنټ د افغانستان بايسکل ځغلونې سياليو د پای مراسم ترسره شول

د المپيک. بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د بايسکل ځغلونې ملي فدراسيون له لوري او د ګلبهار انوسټمنټ شرکت په مالي ملاتړ د کابل ښار د ملک اصغر له څلور لارې څخه تر جلال اباد ښار پورې د ۵۰ بايسکل ځغلونکو ترمنځ د بايسکل ځغلونې دوستانه سيالۍ او د ۳۰ تنو د بايسکل د فري سټايل د نمايشاتو د پای مراسم په ګلبهار سنټر کې ترسره شول.

د دې سياليو د پای په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې مالي او ادارې رئيس مولوي عبدالناصر هاشمي، د المپيکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري، ورزشي مشاور قاري حيات الله رحماني، د دفتر رئیس مولوي فضل الرحمن بري، د نشراتو رئيس اتل مشواڼي، د ګلبهار انوسټمنټ شرکت اجرايوي رئيس غلام رباني رباني، د بایسکل ځغلونې ملي فدراسيون سرپرست رئيس سيد نبي الله سادات، ورزشي مسوولينو ،ورزشکارانو او د رسنيو استازو ګډون کړی و.

دغې غونډې ته د وينا پر مهال، د المپيکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري وويل، خوښ يم، چې د هېواد يو خصوصي سکتور د ورزش، د دا ډول برنامې مالي ملاتړ کړی دی او زياته يې کړه، چې زه په نورو خصوصي سکتورونو هم غږ کوم،چې د ګلبهار انوسټمنټ شرکت په څير د هېواد ورزشکارانو مالي ملاتړ وکړي.

همدارنګه د ګلبهار انوسټمنټ شرکت اجرايوي رئيس غلام رباني رباني ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، اوس په افغانستان کې ورزش د تېرو کلونو په پرتله زيات پرمختګ کړی دی او ډاډ يې ورکړ، چې موږ به په راتلونکي کې هم د خپلو ورزشکارانو ملاتړ ته دوام ورکړو.

دغه سيالۍ د روانې تلې میاشتې پر ۱۸مه نېټه د کابل، ميدان وردګ، لوګر، ننګرهار او لغمان ولايتونو د ۵۰ بايسکل ځغلونکو ترمنځ د کابل ښار څخه تر جلال اباد پورې په دوو جلا سبکونو سرکوي ( جاده يي) او غرني (کوهستاني) کې ترسره شوه او تر څنګ يې د ۳۰ تنو له لوري د بايسکل د فري سټايل سبک ورزشي نندارې وړاندې شوې، چې په پايله کې يې محمد شريف يعقوبي لومړی، نقيب الله توتاخېل دويم او سعيد الله سادات بيا درېيم مقام خپل کړی وو، چې نن د ګلبهار انوسټمنټ شرکت له لوري ټولو ګډونوالو ورزشکارانو ته ستاينليکونه او ډالۍ او لومړي، دويم او درېيم مقام ګټونکو ته بیا کپونه، ستاينليکونه، نغدي او بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې.

د ويلو ده، چې يادې سيالۍ د بايسکل ځغلونې راتلونکو سياليو ته د بايسکل ځغلونکو د لا ښه چمتوالي په موخه ترسره شوې وې، چې يوه ورځ يې دوام کړی و.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۲۱:۱۷
Background image

مسابقات والیبال میان ۳۰ تیم در ولسوالی محمد آغه ولایت لوگر پایان یافت

رقابت‌های والیبال تحت عنوان جام بهاری از طرف نمایندگی فدراسیون این رشته با همکاری آمریت تربیت بدنی و ورزش لوگر میان سی تیم که از یک ماه به اینسو در ولسوالی محمد آغه ادامه داشت، به پایان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۲۱:۱۶
Background image

مسابقات فوتسال میان دوازده تیم در مرکز ولایت پروان به پایان رسید

رقابت‌های فوتسال تحت عنوان جام قریه‌جات تتندره از طرف نمایندگی فدراسیون فوتبال ولایت پروان با همکاری آمریت تربیت بدنی و ورزش این ولایت میان ۱۲ تیم که از هفت روز به اینسو ادامه داشت،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۲۱:۱۴
Background image

مسابقات ریسمان کشی میان شش تیم در مرکز ولایت کاپیسا برگزار گردید

رقابت‌های ورزش‌های محلی و عنعنوی ریسمان کشی از طرف آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت کاپیسا میان ۶ تیم از متعلمین لیسه خصوصی ژرف اندیشان دانش واقع مرکز این ولایت برای مدت یک روز دایر گردید.. . .

BACK TO NEWS