ننگرهار؛ چپرهار ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د پهلوان احمدزي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبه کې پهلوان احمدزي لوبډلې خپلې سيالې کنډي باغ کلب لوبډلې ته د ۳ پر صفر ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
د يادو سياليو موخه د لوبغاړو ترمنځ يووالی رامنځته کول وو، چې لس ورځې يې دوام وکړ.
