کندز؛ دشت ارچي ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د استقلال نوي ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې استقلال نوي ځوانانو لوبډلې د ٢ پر یو ګولونو په توپیر ارچي آزادي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.