کوم ورزشونه د شکرې ناروغانو لپاره مناسب دي؟
1. قدم وهل
دا د ورزش کولو او یو څه تازه هوا ترلاسه کولو ساده لاره ده، او دا ستاسو اضطراب هم کمولی شي. له دېرشو دقیقو څخه تر یو ساعت پورې، په اونۍ کې له درې څخه تر څلورو چټکو مزل تاسو خپل هدف ته د رسیوي.
پیل کول اسانه دي: د موټر چلولو پرځای پلورنځي ته په پښو ولاړ شئ.
2. لامبو وهل
دا اختیار یو هوازی تمرین دی چې د نورو ورزشونو په څیر، پر مفصلونو فشار نه راوړي او د لامبو وهل ستاسو د زړه لپاره هم ښه دي.
لامبو کول هم کولی شي غوړ کم کړي او د سخت غوړ سوځولو کې مرسته وکړي.
3. بایسکل چلول
د شکرې ناروغۍ سره مبارزه د سایکل چلولو په څیر ساده ده. په ورځ کې 30 دقیقې، په اونۍ کې له دریو څخه تر پنځو ورځو پورې ستاسو د زړه ضربان منظم کوي، ستاسو د وینې شکر سوځوي، او ستاسو د زنګون او نورو مفصلونو ته زیان رسولو پرته وزن کمولو کې مرسته کوي.
4. د زینو څخه پورته کیدل
دا د غوړ سوځولو لپاره صحي، طبي او ساده لاره ده؛ په ځانګړي توګه که تاسو د شکرې دویم ټایپ سره مخ یاست. دا طریقه د زړه او سږو کار چټکوي. له ډوډۍ خوړلو یو یا دوه ساعته وروسته د دریو دقیقو لپاره د زینو څخه پورته او ښکته تلل د وینې شکر سوځولو لپاره ښه لار ده.
5. خپل باغ کې کار کول

که تاسو لپاره د دودیز سپورتونو اسانتیاوې شتون نلري اندیښنه مه کوئ. کله چې تاسو په خپل باغ کې کار کوئ، دا یو ځواکمن فعالیت ګڼل کیږي او د وینې د جریان لامل ګرځی.
دا کار عضلات هم جوړوي او هډوکي سره مرسته کوي سربیره پردې، تاسو بهر یاست، دا کار کولی شي ستاسو د اضطراب کچه راټیټه کړي.
یوګا
دا ورزش د 5,000 کلونو لپاره د ټیټ فشار سپورت په توګه پیژندل شوی چې کولی شي تاسو پیاوړي کړي. حرکت، حالت، او په تنفس باندې تمرکز کولی شي فشار کم کړي، د عضلاتو پیاوړتیا کې مرسته وکړي او د وینې د شکر کچه نوره هم ثابت وساتي.
څومره ورزش کافي دی؟
لږترلږه په اونۍ کې پنځه ورځې، په یو وخت کې 30 دقیقې ورزش کولی شي ستاسو د انسولین په ښه فعالیت کې مرسته وکړي. موږ د داسې سپورت په اړه خبرې کوو چې د زړه او سږو په ښه کار کولو کې مرسته کوي او د وینې جریان زیاتوي. که تاسو د یو څه وخت لپاره فعال نه یاست، د ورځې له 5 څخه تر 10 دقیقو پیل کړئ او د وخت په تیریدو سره یې اضافه کړئ.
د شکرې ناروغانو لپاره د ورزش غوره وخت
د طبي علومو پوهنتون متخصصین د شکرې ناروغانو ته مشوره ورکوي چې د ورځې په ټاکلو وختونو کې په منظم ډول ورزش وکړي. په ځانګړې توګه، هغه ناروغان چې د ټایپ 1 (وراثتي) شکرې ناروغۍ لري باید د تمرین لپاره مناسب وخت وټاکي، په ناروغ پورې اړه لري چې کله خپل خواړه خوري او کله خپل انسولین استعمالوی.
د شکرې ناروغانو لپاره سپارښتنې
د میټابولیزم متخصصین ټینګار کوي چې تمرین باید د شکر ناروغۍ ناروغانو د ورځني ژوند یوه برخه وي د درملنې یو له اصلي میتودونو څخه د منظم ورزش ترسره کول دی.
سمیر هیبت