کاپیسا؛ د کوهستان حصه دوم ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د کوهستان حصه دوم ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې انقلاب لوبډلې د ۲ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې استقلال قلعه نو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
دا سیالۍ فوټبال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه پیل شوي دي، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.