د کابل ولايت په کچه د ۱۲۰ لامبو وهونکو ترمنځ د لامبو وهنې ټاکنيزې سيالۍ وشوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د لامبو وهنې ملي فدراسيون له لوري د ۱۲۰ لامبو وهونکو ترمنځ د لامبو وهنې ټاکنيزې سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ چې يوه ورځ يې دوام وکړ، له کابل ولايت څخه پکې ۱۲۰ لامبو وهونکو ګډون کړی و، چې په پايله کې د ياد ولايت په کچه ۲۵ لامبو وهونکي د دغه ولايت د لامبو وهنې لوبډلې لپاره وټاکل شول.
دا په داسې حال کې ده، چې په روان کال کې به د هېواد په مختلفو ولايتونو کې د لامبو وهنې ملي لوبډلې ته د لار موندنې او له هېواد څخه بهر د سياليو په موخه ټاکنيزې سيالۍ وشي او په پايله کې به د هېواد په کچه د لامبو وهنې ملي لوبډلې لپاره سيالۍ ترسره کېږي.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ د کابل اړوند په امو لامبو وهنې حوض کې ترسره شوې، يوه ورځ يې دوام وکړ او په پای کې غوره لامبو وهونکو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.