زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۴:۱۷
زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو او ۴۰۰ متره واټن کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې د نویو ځوانانو په کټګوري کې عیسی محمد، د ځوانانو په کټګوري کې ندا محمد او د لویانو په کټګوري کې سلطان محمد لومړي مقامونه ترلاسه کړل.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.