ننګرهار؛ د ورزشي فعالیتونو ستاینه وشوه

Anonymous (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۸/۲ - ۸:۵۲
ننګرهار؛ د ورزشي فعالیتونو ستاینه وشوه

د بدني روزنې او ورزش او المپیک ملي کمېټې مشرتابه پلاوي تېره چهارشنبه د هېواد ختیځ ولایت ننګرهار ته کاري سفر درلود، چې پکې د عمومي رییس ښاغلي انجینر نظر محمد مطمئن په ګډون د ګڼو ریاستونو مشرانو او غړو ګډون کړی و.

په دې سفر کې چې دوه ورځې يې په بر کې ونیولې، د یاد ولایت د ورزشي فعالیتونو تر څنګ له ځايي ولایتي چارواکو سره هم لیدنې وشوې.

یاد پلاوي، د ننګرهار ولایت له والي او د والي صاحب له مرستیال سره ولیدل، هغوی په دې ولایت کې د ورزشي فعالیتونو د ملاتړ تر څنګ د هر ډول همکارۍ ژمنه هم وکړه.

د چارواکو په وینا ډاډمن امنیت ورزشي فعالیتونو ته لار هواروي او دوی ژمن دي چې د خپلو ورزشکارانو ملا به تړي.

په دې کاري سفر کې د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست لپاره ښاغلی نور احمد حبیبي هم د سرپرست رییس په ډول ځايي کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

د المپیک ملي کمېټې او د بدني روزنې او ورزش مشرتابه د اسلامي امارت له واکمنۍ راهیسې ولایتونو ته سفرونه پیل کړي، چې پکې د ورزشي فعالیتونو د ارزونې، هڅونې او ملاتړ اهداف نغښتي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۵
Background image

دعوت نامه مطبوعاتی!

دعوت نامه مطبوعاتی!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۳
Background image

دعوت نامه مطبوعاتی!

دعوت نامه مطبوعاتی!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۱:۵۱
Background image

آغاز رقابت‌های انتخابی طبما میان ۱۵۰ ورزشکار در کابل

رقابت‌های انتخابی طبما میان ۱۵۰ ورزشکار از سوی فدراسیون ملی طبما در همکاری با ریاست تربیت بدنی و ورزش ولایت کابل، با حضور مسوولان اداره ورزش و فدراسیون طبما، در جمنازیوم ۲۵۰۰ نفری ریاست. . .

BACK TO NEWS