میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د نهو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز میدان ښار کې د نهو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د پامیر ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې پامیر ځوانانو لوبډلې د دوه پر صفر ګولونو په توپیر خپلې سیالې استقلال لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د اتلانو لیګ ته د زون په کچه د غوره لوبډلې ټاکلو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.