کندز؛ خراسان باسوس لوبډلې د امام صاحب ولسوالۍ د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د يادې ولسوالۍ په کچه د فوټبال سيالۍ، چې يوه مياشت مخکې پيل شوې وې د خراسان باسوس لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې خراسان باسوس لوبډلې خپلې سيالې شهرک باسوس لوبډلې ته د ۴/۶ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
د ويلو وړ ده، چې د دغو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او له نشه يي توکو څخه يې ليری والی وو.