د یعقوبیو ولسوالۍ مربوط په طوطي کلي کې د یووالي په نوم دوالیبال ټورنامینټ پیل شو۔

Anonymous (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۶/۳۰ - ۱۰:۱۴
د یعقوبیو ولسوالۍ مربوط په طوطي کلي کې د یووالي په نوم دوالیبال ټورنامینټ پیل شو۔

دخوست ولایت مربوط د یعقوبیو او صبریو ولسوالۍ په طوطي کلي کې دافغانستان اسلامي امارت د ورزشي امریت او د همدې کلي دځوانانو له خوا د والیبال ټورنامینټ پیل شو.

دغه ټورنامینټ ، چې پکې به د ټول خوست په کچه ۳۰ پیاوړې لوبډلې برخه ولري ، یوه میاشت به جریان ومومي او دسیمې نویو ځوانانو ته به دورزش په ډګر کې د پرمختګ زمینه مساعده شي.

د همدې ټورنامینټ په مورد د خوست ولایت ورزشي امر عزیزالرحمن ملنګ وویل ،چې هڅه کوو ،چې ځوانان په سالم مصروفیت سره دخپل هېواد جوړوونې ته رادعوت کړو او له خارجي تګ څخه یې را وګرځوو.

د یادولو وړ ده،چې دتېرې جمعې په ورځ په علیشېرو ولسوالۍ کې پیل شوی ټورنامینټ په پوره بریالیتوب سره پای ته ورسېد.

د افغانستان اسلامي امارت د بدني روزنې او ورزش رییس ښاغلي بشیر احمد رستمزي د خوست ورزشکارانو او د ورزشي امر دغه ګام وستایلو او د نورو ولایتونو په ورزشکارانو او ورزشي مسولینو غږ وکړ چې دا ډول ورزشي فعالیتونه پیل کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۵
Background image

دعوت نامه مطبوعاتی!

دعوت نامه مطبوعاتی!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۳
Background image

دعوت نامه مطبوعاتی!

دعوت نامه مطبوعاتی!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۱:۵۱
Background image

آغاز رقابت‌های انتخابی طبما میان ۱۵۰ ورزشکار در کابل

رقابت‌های انتخابی طبما میان ۱۵۰ ورزشکار از سوی فدراسیون ملی طبما در همکاری با ریاست تربیت بدنی و ورزش ولایت کابل، با حضور مسوولان اداره ورزش و فدراسیون طبما، در جمنازیوم ۲۵۰۰ نفری ریاست. . .

BACK TO NEWS