پکتیا کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټينگ سيالۍ وشوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۳۰ - ۱۱:۵
پکتیا کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټينگ سيالۍ وشوې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د پاورلفټينگ فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار په پوهنتون جمنازيوم کې د درېيو کلبونو د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټينگ دوستانه سيالۍ وشوې.

په دغو سیالیو کې له پاور هاوس، نښتر گولډ او نگاه کلبونو څخه ورزشکارانو د نویو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو کې گډون کړی وو، چې په پايله کې پاور هاوس کلب ورزشکارانو لومړی مقام خپل کړ.

د يادو سیالیو موخه د پاورلفټينگ ورزش ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.