د سولې څخه د ملاتړ په نوم دوالیبال پیل شوې سیالۍ پای ته ورسید
د خوست ولایت مربوط د علیشېرو او تریزیو ولسوالۍ مربوط د جونو غونډۍ کلي په عالي لېسه کې د والیبال هغه سیالۍ ،چې میاشت وړاندې د سرکاتب او فقیرانو کلیو د ځوانانو له خوا پیل شوې وې پای ته ورسېدلې.
په دې ټورنامینټ کې د مرکز او ولسوالیو ۲۵ لوبډلو برخه اخیستې وه ،چې پرون د جمعې په ورځ په داسې حال کې پای ته ورسېد ، چې پای لوبې ته یې دخوست ولایت ورزشي امر عزیزالرحمن ملنګ هم ورغلی و.
ددې ټورنامینټ پای لوبه د یعقوبیو د صدیق الله او تریزیو د سید الله لوبډلو ترمنځ وشوه ،چې تماشې ته یې له بېلا بېلو سیمو څخه په زرګونو تماشه کوونکي راغلي وو.
پای لوبه د تریزیو د سید الله لوبډلې له خوا دوه یو په خپل نوم کړل شول .
یادو مراسمو ته دخوست ولایت ورزشي امر عزیزالرحمن ملنګ له خوا یو سیټ لباس ، څلور کپونه او (۳۰) مډالونه ور وړل شوي وو، چې په مستحقو کسانو ووېشل شول .
