کندز کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ سیمه ییزې پهلوانۍ ازادې سیالۍ وشوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۱ - ۱۱:۹
کندز کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ سیمه ییزې پهلوانۍ ازادې سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سپین زر ورزشي لوبغالي کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د سميه ييزې پهلوانۍ ازادې سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو موخه د ورزشکارانو جسمي وړتياوو لوړول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.