کابل؛ په پلچرخي زندان کې د زندانونو چارو د سمون ادارې او سرې مياشتې ټولنې د واليبال لوبډلو ترمنځ دوستانه سيالۍ ترسره شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۸:۴۶
کابل؛ په پلچرخي زندان کې د زندانونو چارو د سمون ادارې او سرې مياشتې ټولنې د واليبال لوبډلو ترمنځ دوستانه سيالۍ ترسره شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د ټول شموله ورزشونو آمريت له لوري، د زندانونو چارو د سمون ادارې او سرې مياشتې ټولنې په همکارۍ د زندانونو چارو د سمون ادارې او سرې میاشتې ټولنې منتخبو واليبال لوبډلو ترمنځ، د پلچرخي مرکزي زندان واليبال لوبغالي کې د واليبال دوستانه تشويقي سیالي ترسره شوه.

دغه سيالي د هېواد د ورزش ادارې د المپيکي چارو د رييس داد محمد پاينده اختري، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستيال الحاج محمد کاظم طارق، د سرې مياشتې ټولنې د حقوقي چارو مرستيال مولوي ثناءالله شيرزاد او نورو ورزشي او اداري مسولینو او نندارچيانو په شتون کې وشوه.

د دې سيالۍ د پای په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې د المپيکي چارو رييس ښاغلي، داد محمد پاينده اختري وويل، د ورزش ادارې هدف دا دی، چې ورزش د هېواد ګوډ ـ ګوډ ته ورسوي او زما هيله دا ده، چې دا لړۍ د هېواد ټولو زندانونو ته پراخه شي او د دې کار لپاره موږ هر ډول مرستې او همکارۍ ته چمتو يوو.

دغه راز د زندانونو چارو د پاليسۍ او مسلکي چارو مرستيال، ښاغلي محمد کاظم طارق له ورزش ادارې څخه مننه وکړه او زياته يې کړه، چې اوس د هېواد په زندانونو کې بنديان د اصلاح او روزنې لپاره ساتل کېږي، نه د تحقير او ربړونې لپاره.

نوموړي وويل، چې موږ اوس په زندانونو کې د زندانيانو د سالمې روزنې لپاره د نورو اسانتياوو ترڅنګ د بېلا بېلو ورزشونو زمينه برابره کړې ده؛ ترڅو دوی په روحي او فکري ډول سالم وروزل شي.

د دې سيالۍ په پای کې د سرې مياشتې ټولنې خپلې سیالې د زندانونو چارو د سمون ادارې لوبډلې ته د ۲ ـ ۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

هېره دې نه وي، چې دغه سیالۍ د زندانيانو د ذهني ارامتیا او ورزش ته د هغوی د هڅولو په موخه ترسره شوه، چې په پای کې يې دواړو لوبډلو ته د مسوولينو له لوري، کپونه، مډالونه، ورزشي وسايل او نغدي جايزې ورکړل شوې.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۴۳
Background image

مسابقات انتخابی بزرگسالان تکواندوی ولایت کابل آغاز شد

سیزدهمین دور رقابت‌های انتخابی تکواندوی ولایت کابل از سوی فدراسیون ملی این رشته، با همکاری ریاست تربیت بدنی و ورزش ولایت کابل، میان ۱۰۰ ورزشکار از ۱۵ کلپ ورزشی این ولایت در رده سنی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۹
Background image

مسابقات والیبال میان ۱۸ تیم در ولسوالی بغلان مرکزی ولایت بغلان به پایان رسید

رقابت‌های والیبال از طرف نمایندگی فدراسیون این رشته با همکاری آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت بغلان میان ۱۸ تیم از مربوطات ولسوالی بغلان مرکزی این ولایت که از چندی به اینسو ادامه داشت، به. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۶
Background image

مسابقات والیبال میان ۲۲ تیم در ولسوالی اندراب ولایت بغلان به پایان رسید

رقابت‌های والیبال از طرف نمایندگی فدراسیون این رشته با همکاری آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت بغلان میان بیست‌و دو تیم از مربوطات ولسوالی اندراب این ولایت که از چندی به اینسو ادامه داشت،. . .

BACK TO NEWS