کونړ؛ سرکاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د عباد ملا ګورو او جبې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه عباد لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د ټولو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ٧٣ منډو هدف وټاکه. جبې لوبډلې ټاکلی هدف د شپږو ویکټو په زيان د لوبې په اتم اور کې ترلاسه کړ او د څلورو ویکټو په توپیر یې د سیالیو لومړۍ لوبه وګټله.
د یادو سیالیو موخه د اختر نمانځل او د ځوانانو لپاره سالمه تفرېح برابرول ښودل شوې ده.
