د ناصر خسرو والیبال ټیم د دایکندي په ولایت کی U-19 والیبال سیالۍ وګټلې.
په دې لوبو کې د میوند، اتحاد شهرستان ، طوفان دشت ، ازادي شهرستان ، د ناصر خسرو پوهنتون او دیانات خصوصي عالي لېسې ټیمونو برخه اخیستې وه او د څلورو ورځو لپاره د څرخي سیستم کې سیالۍ ترسره کړې.د دې لوبې په فاینل کې ، د ناصر خسرو ټیم اتحاد شهرستان ته 2/1 ماته ورکړه او اتلولي یې وګټله، او د اتحاد شهرستان ټیم دوهم مقام وګاټه.د سیالۍ په پای کې ، د یاد ولایت د بدنی روزنی او سپورټ اداری لخوا غوره ټیمونو ته کپونه او جایزې ورکړل شوې.
