ننګرهار؛ په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کريکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کريکټ سيالۍ د فيصل بازار لوبډلې په بريا سره پيل شوې.
د دغو سياليو لومړۍ لوبه د صديق او فيصل بازار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، صديق لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۱۷ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د فيصل بازار لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په اتم اور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او لوبه يې د شپږو ويکټو په توپير سره وګټله.
د يادو سياليو موخه ځوانانو ته د يوې سالمې تفريح برابرول دي، چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.