په پکتیا کې د کمال خان بند تر نامه لاندې د والیبال سیالۍ ترسره شوی
د پکتیا بدني روزنې او ورزش ریاست له لورې په پکتیا ولایت کې د کمال خان بند ترنامه لاندې د والیبال سیالۍ په لاره اچول شوې وې ، چې په دې سیالیو کې له پنځو ولایتونو او څوارلس ولسوالیو څخه څلور څلویښت (44) لوبډلو گډون کړی وو، چې د پکتیا والیبال ستوري ، لوګر اتحاد پای لوبې ته لار ومونده ،چې پای لوبه د لوګر اتحاد لوبډلې په ګټه پای ته ورسیده.
