کندوز کې د ٩٠ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې

د کندوز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز کې د ٩٠ چاپ اندزانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.
د دې سیالیو په پای کې دوه اخراولاقه اعلان شول،
چې دواړه یې صدرالحق پهلوان د حلال تر دایرې ورسول او د نغدي ډالیو ګټونکی شو.
دا سیالۍ د مزارشریف د وزلوبې سیالیو ته د چمتووالي په موخه ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.