د هېواد د ورزش ادارې رهبري د سرپل له والي سره ولیدل

org2_admin
جمعه ۱۴۰۳/۱۱/۵ - ۹:۳۶
د هېواد د ورزش ادارې رهبري د سرپل له والي سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست عمومي ريیس مولوي احمدالله وثیق او ورسره مله پلاوي سرپل ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي مولوي محمد ظریف مظفر سره ولیدل.

په دغه لیدنه کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ريیس مولوي احمدالله وثیق، د ياد رياست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، ورزشي ستر سلاکار قاري حیات الله رحماني او ورسره مل پلاوي، د سرپل والي مولوي محمد ظریف مظفر، د ياد ولايت د است.خباراتو ريیس ملا بحرالدین سیف الله او د ياد ولايت نورو دولتي کارکوونکو او قومي مشرانو ګډون کړی و.

مولوي احمدالله وثیق په دغه لیدنه کې د هېواد د ورزش د وروستیو لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې هڅه کوي د افغانستان ټولو لرې پرتو سیمو ته ورزش ورسوي.

په ورته وخت کې د سرپل والي ښاغلي مولوي محمد ظریف مظفر د هېواد وروستۍ ورزشي لاسته راوړنې وستایلې او همداراز په یاد ولایت کې یې ورزش ته د ودې ورکولو په برخه کې د هر ډول ممکنه مرستو ژمنه وکړه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۲:۵۲
Background image

دعوت نامه مطبوعاتی!


دعوت نامه مطبوعاتی!

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۸
Background image

زابل؛ رقابت‌های رزمی میان ۱۸ ورزشکار در شهر قلات برگزار شد

رقابت‌های سبک متحد ورزش‌های رزمی میان ۱۸ ورزشکار دو کلب، از سوی آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت زابل، در شهر قلات مرکز این ولایت برگزار شد.

این رقابت‌ها به‌مدت یک روز، در کتگوری سنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۵
Background image

میدان وردک؛ رقابت‌های والیبال میان ۱۶ تیم در ولسوالی سیدآباد به پایان رسید

رقابت‌های والیبال میان ۱۶ تیم که از سوی آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت میدان وردک، در ولسوالی سیدآباد این ولایت برگزار شده بود، با قهرمانی تیم حکیم‌خیل به پایان رسید.

در بازی نهایی این. . .

BACK TO NEWS