خوست کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز اړوند وچې خوړې سیمه کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې عرفان دلپوري لوبډلې د ٢٧/١٤ نمرو په توپیر خپلې سیالې مندوزیو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي دي، چې شل ورځې به دوام وکړي.