کابل؛ د شپږو ورزشي فدراسینونو ۱۰۰ مسوولینو او ورزشکارانو ته د اسلامي معلوماتو اصلاحي سمینار پای ته ورسېد

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د دعوت او ارشاد ریاست له لوري په کابل کې د ورزش ادارې شپږو ورزشي فدراسیونو ۱۰۰ مسوولینو او ملي لوبډلو ورزشکارانو ته د اسلامي معلوماتو د ورکړې اصلاحي سمینار پای ته ورسېد.
په دغه سمینار کې د ټېپ بال، ګلف، لامبو وهلو، نیو فول کانټک، شطرنج او په وروستۍ ورځ د غرختنې فدراسیون مسوولینو او ورزشکارانو ګډون درلود، چې درې ورځې یې دوام وکړ.
د یادونې وړ ده، چې د عوت او ارشاد ریاست له لوري په کابل کې تر دې دمه له شپږڅلوېښت فدراسینونو ۹۰۰ ورزشکارنو او مسوولینو ته یاد سمینار وړاندې شوی، چې پاتې فدراسینونو ته به هم نږدې راتلونکي کې سمینار دایر شي.