پکتیا کې د ۳۶ ورزشکارانو ترمنځ د اوسپورت سبک سیالۍ وشوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د رزمي لوبو فدراسیون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار په ورزشي جمنازیوم کې د ۳۶ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو اوسپورت سبک دوستانه سیالۍ وشوې.
دا سيالۍ د نويو ځوانان، ځوانان او لویانو په عمري او بېلابېلو وزني کټگوريو ترسره شوې، چې په پایله کې ۱۸ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
د یادو سیالیو موخه راتلونکو لوبو ته د ورزشکارانو لا ښه چمتو والی وو، چې یوه شپه یې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته د اتلولۍحکمونه، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.
