پکتیا ولایت کې د سنوکر سپه یالۍ ترسره شوې.
په دي سیالیو کې د 14 ولسوالیو څخه سل ورزشکارانو برخه اخیستې وه او درې ورځې دوام وکړ.
په پایله کې، شیرین خان لومړی مقام وګاټه او همیشه ګل دوهم ځای خپل کړ
د دې سیالیو د ترسره کولو هدف د هغه ولایت د ټاکل شوي ټیم غړیتوب ته د غوره څیرو پیژندل دي
دغه سیالۍ د ولایت د سپورټ ریاست او سنوکر فدراسیون په همکارۍ ترسره شوې او د دې سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته مډالونه ورکړل شول
