په هرات کې د رزمي ورزشونو فدراسیون کيک بوکس بېلابېلو سبکونو ترمنځ سيالۍ ترسره شوې
په هرات ولايت کې د رزمي ورزشونو فدراسیون کيک بوکس د بېلابېلو رشتو "٢٠" کلپونو "١٥٠"فايټرانو ترمنځ د کيک بوکس سيالۍ وشوې.
د هرات بدني روزنې او ورزش رئیس مولوي ګلاب الدین خپلواک د دغو سياليو ترسره کېدو موخه د رزمي ورزشونو ودې او پراختيا او د ياد فدراسیون سبکونو ترمنځ د يووالي رامنځته کول بللي. په خبره يې؛ په دغو سياليو کې د رزمي ورزشونو فدراسیون بېلابېلو سبکونو غوره ورزشکاران په ګوته شوي، چې په راتلونکې کې به په ملي او بين المللي سياليو کې ګډون وکړي.
