په ننګرهار کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوي
یادې سیالۍ د ننګرهار د بدني روزنې او ورزش ریاست او والیبال فدراسیون په همغږۍ د خراسان پوهنتون په مالي لګښت د کلنۍ ورزش اوونۍ په نوم د ۸ لوبډلو ترمنځ پیل شوې.
دا سیالۍ د خراسان پوهنتون په لوبغالي کې ترسره کیږي چې موخه یې د ځوانانو فکري او ذهني رغون او د ورزش اوونۍ د میلې نمانځل دي.
په دې سیالیو کې د والیبال اته «خراسان پوهنتون، مسلم پوهنتون، ملي پوهنتون، ننګرهار ښاروالۍ، اتحاد کلپ، چپرهار ولسوالۍ، کونړ منتخب او لغمان منتخب» لوبډلې ګډون لري چې څلور ورځې به دوام وکړي.
