په ننګرهار ولايت د پهلوانۍ رمضان کپ سيالۍ ترسره شوې .
د ننګرهار ولايت د بدني روزنې رياست اړوند د پهلوانۍ فدراسيون په تخنيکي همکارۍ د پهلوانۍ رمضان کپ سيالۍ د جلال اباد ښار لمړۍ ناحيې سيمه د شهيد اول گل مجاهد لوبغالې کې د پنځلس کلپونو څخه ١٢٠ تنو ورزشکارانو يو بل پروړاندي سيالۍ ترسره کړې .
ياد رمضان کپ سيالۍ د پرانستي په مراسمو کې د ننګرهار ولايت د بدني روزنې ورزشي همکار نوراحمد حبيبى ، د يو شمير فدراسيونونو مسٶلينو ،ورزشي کلپونو استادانو ، ورزشکارانو ، او د ورزش مينه والو برخه اخستي وه .
دښاغلي حبيبى د وينا پرمهال د ننګرهار ولايت د بدني روزنې رٸيس عبدالسلام وزيروال پيغام ورزشکارانو سره شريک کړ او ورزشکارانو او د ورزش مينه والو ته د ورزشي سياليو تر څنګ د ورزش د پرمختګونو ډاډ ورکړ .
